Ijaz Ufaq - Khudai Ba Kala Da Barbad Zehnuna Samawe وائي هره ورانه خو نفلونه سموي - New Ghazal

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 19 окт 2024
  • وائي هره ورانه خو نفلونه سموي
    خدای به کله دا برباد ذهنونه سموي
    زه خو خفه شوی ورنه ھم نه يم نو بيا
    ولې المارۍ کښې کتابونه سموي
    اې هوا بدله په سيلۍ شه کوي خوند
    پيغلې چې اوترې شي شالونه سموي
    موږه سموي په دې مې نشته اعتراض
    سوال لرم چې دوی کله ځانونه سموي
    دې سړي وژلي بلا خلق دي ملا
    ولې ورته خلق بالښتونه سموي
    عقله ځه ورځه مخه په بل لوري کوه
    دلته اوس ھم ستوري نصيبونه سموي
    نن ممتاز مصروف دی ګيله مه کوئ سړو
    ګډ وډ يې پراته دي بوتلونه سموي
    ممتاز اورکزی

Комментарии • 16