Ijaz Ufaq - Da Rokhana Saba Heela Nawa له اورېدونکي د روښانه سبا هیله نه وه - Pashto Ghazal

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 8 сен 2024
  • له اورېدونکي د روښانه سبا هیله نه وه
    ګنــــــي زموږ یوه خـبره بې دلیله نه وه
    د ګجګجي په نرخ بادار زموږ سرونه خرڅ کړل
    وایي په دومـره ملغلـــــــــــــرو کې اصیله نه وه
    زموږه هره ښـــاپېرۍ په چغو و ژړېده
    وجه یې دا چې د دېوانو له فامیله نه وه
    خوره وره به مې و غـېږه ته را ړنګه شوله
    د غره نجلۍ وه خو په مینه کې بخیله نه وه
    زموږ نیکونو به په خـوست کې اتـڼونه کول
    تر منځ مو تېره دا سپېره کرښه ذلیله نه وه
    د خپل احساس څراغ بل کړی ټوله شپه وه دیدار
    شکـــــــــــــــــــر رڼا یې د پردیو له قـــندیله نه وه
    - دیدار وزیر

Комментарии • 8