ټېکنالوژي: د برېښنایي موټرونو هغه بېټرۍ چې په ۵ دقیقو کې چارج اخلي

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 3 июл 2024
  • په دې خپرونه کې مو ګڼ مطالب د برېښنایي موټرونو او ځیرکو ټلیفونو په تړاو دي
    دا د لندن په زړه کې دا اکسفورډ‌ سرکس سیمه ده او دلته د برېښنایي موټرونو لپاره دغه چارجرونه په دې وروستیو کې جوړ شوي - خو دلته باید یو موټر لږ تر لږه ۱۵ یا ۲۰ دقیقې ولاړ وي چې بېټرۍ یې چارج واخلي -
    اوس د نای بولټ په نوم د برېښنایي موټرونو لپاره د بېټرۍ جوړلو یوه نوې کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د بریتانیا په بېډ فړډ کې د یوې ډلې نندارچیانو په مخ کې وښول چې د دوی تولید شوې بېټرۍ له ۱۰ - ۸۰ سلنې ته چارج په ۲۰ نه بلکې په ۴ دقیقو او ۳۷ ثانیو کې واخیستئ.‌
    دې بېټرۍ ته یو ځانګړی سپورټي ماډل موټر هم جوړ شوئ چې دواړه یې یو ځای وا ازمایل - اوس مهال د برېښنایي موټرونو په مارکېټ کې ټېسلا وړاندې ده خو د دې موټر بېټرۍ ۸۰ سلنه چارج په ۲۰ دقیقو کې اخلي.‌
    ټېسلا برېښنایي موټر په ۸۰ سلنه بېټرۍ ۳۲۰ کېلومتره سفر کولای شي خو له چلوونکې سره یې لویه اندېښنه دا وي که یې د سفر پر مهال یې چارج ختمېږي نو به ۲۰ دقیقې یو ځای د موټر جارجولو په تم ځای کې ورته منتظره وي
    #tech
    #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
    Subscribe for more videos: ruclips.net/user/BBCPashto?s...
    RUclips: / @bbcpashto
    Like us on Facebook: / bbcpashto
    Follow us on Twitter: / bbcpashto
    Instagram: / bbcpashto

Комментарии •