د تنخوا موضوعي ماليې اظهارليک
HTML-код
- Опубликовано: 9 фев 2025
- د تنخوا اظهارلیک د وړاندې کولو لپاره دغې پتې (ardes.ard.gov.af) ته سر ورښکاره کړئ او خپل کاروونکی نوم او پټنوم مو د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم په اصلي پاڼې کې ورکړئ.
وروسته د اظهارليکونو برخې ته په ورننوتو سره د ناوړاندې شويو اظهارليکونو برخه پرانيځئ.
بيا د تنخوا ماليې برخې ته په ورتلو سره د خپل مکلفيت دوره مو وټاکئ.
ورپسې په شلمې کرښې کې د کارکوونکيو شمېره، په دېرشمې کرښې کې د ورکړل شويو تنخواؤ ټول ټال او په څلوېښتمې کرښې کې وضع شوې ماليه وليکئ.
همدا راز د چمتو شويو موضوعي مالياتو د اېکسل شيټونو برخې ته ورشئ، پر تنخوا باندې د موضوعي ماليې د اېکسل شيټ تر ډاونلوډ او په هغه کې د دقيقو معلوماتو تر ليکلو وروسته په آپلوډ کولو سره د لېږد تڼۍ کلېک کړئ.
د لېږد تڼۍ په کلېک کولو سره د محاسبې پاڼې ته ورسيخېږئ. په دغې پاڼې کې د ورکړې وړ ماليه، د اظهارليک د ځنډ جريمې او د ورکړې د ځنډ جريمې کتلی شئ او که د تصحيح اړتيا وينئ، د ارزيابۍ بدلون تڼۍ کلېک کړئ او وروسته د پي ډي اېف تڼۍ په کلېک کولو سره اظهارليک په آتومات ډول ښودل کېږي. تاسې يې چاپولی شئ او که چېرته ورکړه يا تحويلي درباندې پاتې وي، د مالياتو د لومړنۍ تصفيې لپاره بانک ته رجوع وکړئ.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی