Это видео недоступно.
Сожалеем об этом.

حامدکرزي د هلمند له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 15 апр 2013
  • حامدکرزي د هلمند له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل
    د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
    په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي محمد انور خان خبرې وکړې او د خپلو یو شمېر سیمه ایزو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې یې لومړۍ درجې ته د هلمند ولایت د لوړولو، د ملي پولیسو د تشکیل د پراختیا، د کجکي د برېښنا پر بند باندې د کار د پیل کېدلو، د زده کوونکو د لیلیې د ستونزو د حل کولو او د هلمند ولایت د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.
    جمهوررئیس د دوي د غوښتنو له آوریدو وروسته، د کورنیوچارو، لوړو زده کړو، پوهنې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته چې په غونډه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د هلمند د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.
    همدا راز په دغه کتنه کې حامدکرزي د هلمند مشرانو او دیني عالمانو ته له امریکا سره د امنیتي تړون او د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړل.
    ده، وویل چې افغانستان به په هېوادکې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
    حامدکرزي زیاته کړه: د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اړه مذاکرات په دقت سره روان دي او افغانستان به د خپلو ملي ګټو او ملي حاکمیت په پام کې نیولو سره له امریکا سره په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
    د هلمند مشرانو د سولې د بهیر پر بریالیتوب باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د خلکو ترټولو ستره او مهمه لومړنۍ اړتیا په هېوادکې د سولې او امن ټینګښت دی.
    دوی وویل:" افغانان به هغه مهال د امریکا له متحده ایالاتو سره پر امنیتي تړون هوکړه وکړي چې دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې ټول عوامل له منځه یوسي او یوې تل پاتې سولې ته لاره هواره کړي."
    --------------------------------------
    Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
    Presidential Palace -- ARG
    Kabul, Afghanistan
    Website: www.president.gov.af

Комментарии • 8

  • @muhammadessa3745
    @muhammadessa3745 4 года назад +1

    مشران چی نه لري. عزت به دی نه ېې
    هر کور کې یوې مشر وی
    په ډېر سختو وختونو کې خداي موږته
    داسې یوه مشر حامدکرزي ده افغانستان
    لپاره یوه چراغ راکړي حیرانه وم افغانستان
    .زما وطن زخمي پښتونستان دی .....
    وطن اڅکزي سرحدي لیوا جنرال شهيد رازق خان اڅکزي سپين بولدک لوی کندهار چمن ..
    تل دی وی افغانستان ملی اردو ځواکونو ....

  • @khaledakbar5685
    @khaledakbar5685 11 лет назад +1

    Long live Hamid karzai

  • @roshanattamuhammad9553
    @roshanattamuhammad9553 11 лет назад +1

    zindabad karzai

  • @behzadhadad2333
    @behzadhadad2333 11 лет назад

    god

  • @rohullahmasood8483
    @rohullahmasood8483 5 лет назад

    هو

    • @rohullahmasood8483
      @rohullahmasood8483 5 лет назад

      ده خو ذه صلاحیت لرم مثل ذه یو وزیر یم یو څوک چې اتل وی قهرمانی راوری وی هغه ته زه خپل مډال ورکوم هغه که جاجې اشرف غنې وی او محترم کرزی وی او هغه عمران خان وی هغه که افریدی وی هغه که دونې وی مونث کې که نغمه وی هغه که غذال عنایت که برښنا امیل وی نور مثل که گلاپ وی نور ورسته خپور او خوښ یی کری امین