د ١٤٠٣ هـ ش د دستار فضیلت مراسمو پوره جریان

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 7 фев 2025
  • د دستار فضیلت جلسه - جامعه شمس العلوم روحانیه، کابل ۱۴۴۶-۱۴۰۳
    د یکشنبې په ورځ (۳۰ جمادي الاول ۱۴۴۶ هـ ق / ۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ ش) د کابل په جامعه شمس العلوم روحانیه کې د شيخ الحدیث الحاج خلیفه صاحب دین محمد دامت برکاتهم العالیه په مبارکو لاسونو د دورة الحدیث ۳۷۰ طالب‌العلمانو ته د فضيلت دستار ورپرسر کړل شو.
    په دې پرتمینې غونډه کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر علماء، مشائخ، د امارتي ادارو مسؤلین، او عام ولس ګډون کړی و.
    د یادونې وړ ده چې د غونډې د ګډونوالو په منځ کې د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د معارف وزیر محترم مولوي حبیب الله آغا، د اوبو او برېښنا وزیر محترم مولوي عبدالطیف منصور، او نور لوړپوړي امارتي چارواکي هم حاضر وو.
    غونډه د کابل د جهادي مدرسې د مهتمم، شیخ محمد اسماعیل صاحب په دعا سره پای ته ورسېده.

Комментарии •