مسافره ارواح

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 7 фев 2025
  • مسافره ارواح
    لکه زړه چې رانه بېل سم په هوا شي
    نبض الوزي په غوږونو مې غوغا شي
    ستا لپاره ، ستا په نوم چې زه څه لیکم
    دواړه سترګې مې بې دریغه په ژړا شي
    نه هوسا شوې نه پر تا خوشحالي راغله
    دغه درد کې تل رنځور زړه ، بېنوا شي
    افغانان شول ډېر بې وسه په نړۍ کې
    چې له خپلې زندګۍ ، په تښتېدا شي
    لکه زاڼې کتارونه ځوانان درومي
    بې له ځنډه د ژوند ورځې یې بېګاه شي
    هدیره شوه د مړو هیلو بې له غږه
    خاموشۍ کې ، د جنډو غږ هویدا شي
    پس له مرګه یې ارواح هم مسافره
    په بې کوره سپوږمۍ ټول په واویلا شي
    سپوږمۍ وردک
    کال ۱۴۰۳ د دلوی میاشت
    کال ٢٠٢٥ د جنوری میاشت
    تورنتو _ کاناډا
    #pashto #افغانستان #afghanlove
    #love #afghanlove #poetryfromtheheart #poetry #pashtonistan#پښتو غزل افغانستان #غزل افغان#وزیرستان #پښتو_شاعري #پښتونستان #بره پښتونخوا #وزیرستان

Комментарии • 8

  • @ZalmaiWardak
    @ZalmaiWardak 7 дней назад +1

    دیر ښکلې شعر او دکلمه

  • @NoorhassanKhan-z1j
    @NoorhassanKhan-z1j 9 дней назад +1

    Mashallah la pekhawar sakha me naike hillay Omana..de ma pa zrha poray AO de khwakhe channel..mabat Akakhel kochai ❤❤❤zrha me dar wakhla

  • @tazagulresha6142
    @tazagulresha6142 9 дней назад +1

    ښکلی شعر او دیکلومه

    • @spozhmaiwardak2764
      @spozhmaiwardak2764  9 дней назад

      @@tazagulresha6142 ډیره مننه له ښکلي نظر نه مو.

  • @nasimzahidi5021
    @nasimzahidi5021 5 дней назад +1

    ښکلی اشعار سړلوړی وسی

    • @spozhmaiwardak2764
      @spozhmaiwardak2764  5 дней назад

      @@nasimzahidi5021 ډیره مننه له ښکلي نظر نه مو.