لنډه او عبرتناکه کیسه

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 7 фев 2025
  • د تلقین په واسطه قصاص یوه لنډه عبرتناکه کیسه چې د روان د پیاوړتیا لپاره ضروري
    ده
    - A Short Moral Story with Essential Points for Mental Strength
    کسه ګی
    #باور
    یوه ورځ اعلان وشو چې قاتل په دار ځړول کیږي…ډلې ډلې خلک یې نندارې ته راغلل…. قاتل په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې،لاسونه یې ور زولانه کړي وو څو پټ مخو عسکرو د دار تختې ته پورته کړ او پړی یې په غاړه کې ور واچاوو خو د پړي له کش کولو سره سم د سیمې یو ارواپوه را ورسید او غږ یې وکړ چې پړی کش نکړی نهایت ضروري خبره لرم.
    عسکرو ته امر وشو چې قاتل په دار نکړي او د دار امر اجراکونکي آمر ارواه پوه ته وویل چې داده دار مو وځنډاوو مهرباني څه دې ویل؟
    ارواپوه #خلک مخاطب کړل او ویې ویل: دا سړی #قاتل دی؟او باید ووژل شي؟
    ټولو وویل هو!
    ارواپوه وویل: نو اجازه راکړی دا سړی زه له دار پرته ووژنم.
    د وخت #حاکم هم ومنله او عسکرو ته یې وویل چې قاتل #ارواپوه ته وسپاري.
    ارواپوه قاتل د دار له تختې را کوز کړ پر یوه بله تخته یې په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې څملاوو او ورته یې وویل: ای قاتله زه به ستا شاهرګ غوڅ کړم،وینه به دې ټوله له بدنه ووزي او مړ به شې.
    #خلک هک حیران شول چې ارواپوه څنګه دا سړی داسې وژني…. ارواپوه له جیبه یوه ښیښه را وویسته د سړي پر لاس یې کش کړه قاتل د سوزش #احساس وکړ حال داچې د لاس #پوستکی یې هم نه وو ګریدلی.
    ارواپوه له بل جیبه د چکاک بوتل را وویست او د قاتل په لاس یې یو یو څاڅکی اوبو ورتویولې او ورته ویل به یې: ډیره وینه دې ضایع کړه ژر به مړ شې.
    قاتل هم چې د اوبو لوندوالی احساساوو او لیدلی یې نشوی فکر یې کاوو چې ارواپوه یې د لاس رګ غوڅ کړی وینه ترې روانه ده، حال داچې پوستکی یې ګریدلی هم نه وو وینه او د وینې بهیدل خو څه کوې.
    څو شېبې نه وې تیرې چې د قاتل #ساه ویستل ودریدل چې ویې کوت مړ شوی وو. هو هغه مړ شوی وو خو په چاړه یا د دار په پړي نه بلکه باور یا #تلقین وژلی وو.
    نو که په کومه وړه شان ناروغي اخته شوی،له ستونزې سره مخ شوی په باور یا تلقین یې مه غټوی،ځکه باور هست نشت کوي او نشت هست کوي. ښه به دا وي د #غلط باور یا ناهیلی پر ځای خوش باوره و اوسو.
    زموږ افغانان تل #شکایت کوي له هیڅ سیستم،حالت او ژونده راضي نه دي په هسته هستي کې همدا وايي چې له لوږې مړه شو،په شته وطن کې یې دا باور جوړ کړی چې دا #وطن نه شړشم کیږي یاپه مرګونو لارو غرب ته ځي یا ترې د ظالمو ګاونډیانو زندانونه ډک دي…… موږ بدبخته،وږي،مظلومان او راتلونکې ته ناهیلي نه یو بلکه د حاکمو ستونزو غټ لامل زموږ غلط باورونه دي
    کاپي
    #لنډه کیسه# short-story #وزیرستان #pashto #آموزش #afghanculture #afghanistan#فلکلوریکې قصې# ناوړه رواجونو غندنه# پښتو قصې

Комментарии • 6