زوړ او نوی || اسدالله غضنفر

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 8 окт 2024
  • لومړۍ برخه: د روغې ټولنې ارزو
    زوړ او نوی
    ځينې کسان پټکی په سروي، ځينې لوڅ سر گرځي. څوک پطلون اغوندي، څوک ملي جامې خوښوي. یو به د پخوا په څېر د اتڼ شوقي وي، د بل زړه به نوې نڅا وړی وي.
    د زوړ او نوي ټکر همېشه موجود و خو په ورستيو سلو کلونو کې چې د لوديخ تمدن په زرگونو نوې جلوې د سيلاب غوندې ناڅاپه راغلې، دغه ټکر تر بل هر وخت شدید شو.
    ځینو کسانو چې د لوديځ تمدن کمالونه وليدل، دومره زیات یې تر اثر لاندې راغلل چې د هغو په خم کې رنگېدل او ژغورېدل یې بېخي یو شی وبلل. ځینو نورو ته لوديځ کلچر دومره بد او بدرنگی ښکاره شو چې له هغه سره په مقابله کې یې ثوابونه وليدل.
    تاریخ راته وايي چې هېڅ کلچر په یوه حال نه پاتېږي. د وسایلو تغییر، د علم پرمختگ او اقتصادي تحولات په فکرونو او ذوقونو باندې خامخا اثر اچوي.
    پخوا چې اوسنۍ دواگانې او معالجې نه وې او میکروب نه و پېژندل شوی، د گڼو مرضونو سبب شیطان گڼل کېده. په پخوانۍ معالجه کې له بدن څخه د شیطان د وتلو لپاره د اورادو ویل او د دمونو کول عام وو خو اوس دمگري هم چې ناروغ شي، ډاکتر ته ورځي.
    پخوا چې اکثره کارونه په ازاده فضا کې کېدل نو لوڅ سر صحي مشکلات پیدا کول خو اوس چې د پټي کار هم تر ډېره حده د تراکتور په ذریعه تر سره کېږي، د لوڅ سر عادت مخ په زیاتېدو دی. پخوا بل ته ډوډۍ ورکول خورا لوی اخلاقي ارزښت و، ځکه یو خو لوږه بېخي زیاته وه او بله دا چې هوټلونه عام نه وو او چې چېرته به د دسترخوان څښتن نه و، هلته مسافرو ته ډوډۍ نه پیدا کېده. اوس هم زموږ په کلیو کې تر ښارونو د ډوډۍ ورکولو اهمیت زيات دی ځکه په کليو کې هوټلونه او رستورانونه نشته.
    زموږ لپاره لويه پوښتنه دا ده چې خپل زوړ کلچر به له نويو اړتياوو او نوي کلچر سره څنگه پخلا کوو؟ هغوی چې د پخواني ژوند په ارزښتونو کې تغییر ته تیار نه دي، د هغو کسانو مثال یې دی چې د موټر په زمانه کې د اوښ سورلي لازمه گڼي او دلیل يې دا دی چې: نيکونه خو مو په موټرونو کې نه سپرېدل. هغوی چې د ټولنې پخواني کلتور او ارزښتونو ته اهمیت نه ورکوي او خلک مجبور گڼي چې باید نوی رنگ ومني، په بو بل افراط کې راگېر دي. دوی د ټولنې او بې روحه طبیعت تر منځ فرق هېر کړی دی. موږ د پیسو او ټکنالوژي په زور ممکن وچه صحرا په یوه کال کې په گلستان بدله کړو خو ذهنیتونه او ذوقونه دومره په اسانه نه بدلېږي. سعدي وايي هغه مینه چې په زړه کې د ځایولو لپاره یې وختونه پکار وو، له زړه څه د ایستلو لپاره هم وختونه غواړي.
    د دې لپاره چې په ټولنه کې کشمکشونه او اختلافونه تر وسه وسه کم شي، پکار ده د نویو غوښتنو او زړو ارزښتونو تر منځ د پخلاینې لارې چارې ولټوو. د ټولنې د مصلحانو او مفکرانو لوی کار دا نه دی چې د دغه کشمکش د یوې غاړې استازيتوب وکړي بلکې لوی کار یې دا دی چې د دواړو غاړو پخلاینې ته لاره ومومي.
    موږ په تېرو سلو کلونو کې د نویو غوښتونو او پخوانو ارزښتونو د نژدې کولو په چاره کې ځکه چندان کامیاب نه وو چې د نویو غوښتنو اکثرو مدافعانو له نویو فکرونو او ارزښتونو د شخصي گټو استفاده کړې ده. مثلا خپل اولاد یې په مکتب کې شامل کړی دی خو له دې سره یې دلچسپي نه ده لرلې چې د نورو اولاد هم مکتب ووايي، ځکه که ټول خلک نوی علم حاصل کړي بیا به د دوی او د عام ولس تر منځ توپیر ختم شي. مونږ په دې وطن کې داسې مرشدان پیژنو چې په خپلو لوڼو یې د لودیځ په پوهنتونونو کې سبق ویلی دی مگر خپل مریدان یې نه دي هڅولي چې زامن ښوونځيو ته واستوي.
    له بلې خوا موږ تر ډېره حده د نوي تمدن ظواهرو او خوندونو ته کتلي دي، نه هغو کمالونو ته چې د لوديځ په ترقي کې یې اصلي ونډه لرلې ده. په تېرو سلو کلونو کې په لسگونو زره افغانان د نړۍ په عصري پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره بهر ته لاړل خو ډېرو لږو یې په خپله ټولنه کې د علم او فکر په نوي کولو کې برخه واخيسته. درېشۍ راغلې، نیکټايۍ راغلې او د مېلو او چړچو طريقې نوې شوې خو شهکارونه رانه غلل، تخنیکونه رانه غلل او د نویو فکرونو د خپرولو لازمه هڅه ونه شوه.
    د ټولنې د کلتور قوت ته په کمه سترگه کتل، د نويو اړتياوو د واقعي اهمیت نه پېژندل، د نوي ژوند په ښېگڼو کې د عام ولس نه شريکول او د ټولنې د نسبتا رسېدلي قشر له خوا خپل تاريخي رسالت هېرول ځينې هغه عوامل دي چې زموږ ټولنه یې تر ډېره حده د نوي تمدن په ارزښتونو باندې بې باوره ساتلې ده. دې بې باوري نه یوازې وروسته پاتې او بې وسه ساتلي یو بلکې سره وېشلي او په یو بل بدگمانه کړي يو.
    د ۱۳۹۳ منی
    Copyright Disclaimer
    This video is based on the work of Asadullah Ghazanfar and is intended solely for educational purposes. All rights to the original article belong to the author. No copyright infringement is intended. This content is shared under the principles of fair use, allowing for teaching, commentary, and non-commercial educational use. If there are any concerns, please contact RUclips for resolution.

Комментарии •