د پکتیکا له ارګون د خوست تر سپېرې ولسوالۍ د سړک جوړول
HTML-код
- Опубликовано: 13 сен 2024
- پکتيکا کې پر ۷۵ کيلومتره سړک د جغل اچولو چارې پيل شوې.
د پکتیکا ولایت له ارګون ولسوالي څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې پر ۷۵ کيلومتره سړک د جغل اچولو چارې پيل شوې.
پدې سړک ټول ۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کورنيو چارو وزارت له شخصي بوديجې ورکول کيږي.
د پکتیکا او خوست ولايتونو ترمنځ دغه لاره تر ټولو نيږدې، خو خرابه او له غرنيو سيمو تیریږي چې په جوړيدو سره به يې د تګ راتګ پرمهال د پکتيکا والو ډېرې ستونزې هوارې شي.
دغه لويه لار د پکتيکا او خوست تر منځ يوازينۍ مستقيمه لار ده، اوس مهال د پکتيکا ډیری اوسيدونکي لومړی پکتيا او بيا له هغه ځايه خوست ته سفر کوي
#rtapaktika #paktika #rta #Paktikamiliradio