Ay Pa Shpo Ki Yarghamala La Khobonu Na Ra Pasa ۔ Ijaz Ufaq | Pashto Ghazal | Poet Sulaiman Layeq

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 8 сен 2024
  • Song: Da Tiyaaro Yarghamal
    Vocalist & Compose: Ijaz Ufaq
    Lyrics: Ustad Sulaiman Laayeq
    Recoding: Ijaz Ufaq Team
    ⚠ Copyrights Notice: ©Ijaz Ufaq 2.0 2024 RUclips Channel
    ** This video is copyrighted to Ijaz Ufaq 2.0 Official.
    Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video **
    _________________________________
    "د تیارې یرغمل"
    ای په شپو کې یرغمله، له خوبونو نه را پاڅه
    له دیوانو نه راپاڅه، له دامونو نه راپاڅه
    د وطن له خورو دښتو، لوړو غرونو نه را پاڅه
    له خیبر او له گومل او بولانونو نه را پاڅه
    له هرات او له بامیان او کنړونو نه را پاڅه
    له خوبونو نه را پاڅه
    له مرگونو نه را پاڅه
    خپل وطن درنه پردی شو په وعدو د جنتونو
    راچارپیر کړې په دې تمه د دوزخ مصیبتونو
    لوږو تندو، مرضونو، د مریانو کړاوونو
    پنجابی ته ېې ذلیل کړی د عربو جهادونو
    له زابل او بدخشان او سالنگونو نه را پاڅه
    له خوبونو نه را پاڅه
    له مرگونو نه را پاڅه
    وطن تن د یو ملت دی، ملت روح ددغه تن دی
    دا ملت زموږ کهول دی، دا وطن زموږ وطن دی
    چی بچی ددې وطن دی، که مسلم که برهمن دی
    بې توپیره عزتمن دی، بې تبعیضه برخمن دی
    له تخار او سمنگان او پامیرونو نه را پاڅه
    له خوبونو نه را پاڅه
    له مرگونو نه را پاڅه
    تا ته چا وې چې پردی ېې، خوله دې ماته د هغو شي
    او ته ولې ورته غوږ ېې چې دښمن په گفتگو شي
    سر دې ولې بې مغزو شي، غوږ دې ولی د پردو شي
    خرس دې ولې مقتدا شي، خوک دې ولې د منو شي
    له دې تورو باورونو، غفلتونو نه را پاڅه
    له خوبونو نه را پاڅه
    له مرگونو نه را پاڅه
    ته سړی ېې ته انسان ېې، ته په مړه خاوره کې ځان ېې
    ته رښتونی حقیقت ېې، ته د ژوند ښکاره بیان ېې
    ته وهمي تصور نه ېې، ته یوه برخه د جهان ېې
    که له خپلې بنې ووزې، هم قوت ېې هم امکان ېې
    له جادو د دغو تورو تاړاکونو نه را پاڅه
    له خوبونو نه راپاڅه
    له مرگونو نه را پاڅه
    سليمان لايق
    #ijazufaq #pashtoghazal #pashtosong

Комментарии • 52