افغان نابینا ځغاستونکي په لندن کې سیالیو کې لومړی مقام او د سرو زرو مډالونه ګټلي دي

Поделиться
HTML-код
  • Опубликовано: 8 окт 2024
  • افغان ځغاستونکي ولي محمد نوري چې په سترګو څه نه ویني، لندن کې د منډې په دوو سیالیو کې لومړی مقام او د سرو زرو دوه مډالونه ګټلي دي. د دوو او اتو سوو مترو واټن ځغاستې په دې سیالیو کې نږدې سلو نابینا او نیمه‌بینا ځغاستونکو برخه اخیستې وه. د ولي محمد نوري سترګې شاوخوا ۱۴ کاله مخکې په افغانستان کې یوه بمي چاودنه کې ړندې شوې دي. دی د ځغاستې تر څنګ د لامبو سیالۍ هم کوي او ګڼ مډالونه او جامونه یې ګټلي دي.
    #BBCPashto
    Subscribe for more videos: www.youtube.co...
    RUclips: / @bbcpashto
    Like us on Facebook: / bbcpashto
    Follow us on Twitter: / bbcpashto
    Instagram: / bbcpashto

Комментарии • 10