آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاست د بدلیدو کومه هیله شته؟
HTML-код
- Опубликовано: 6 дек 2024
- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د افغان ښځو پر وړاندې د هر ډول محدودیتونو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د رودارۍ بنسټ تیره اونۍ د « محرومیت او تبعیض: په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي وضعیت» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان هڅه کوي د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه د خپلې ایډیالوژۍ پر مرکزونو بدل کړي.
د دوی په خبره چې طالبانو د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونونو له نصاب او کتابتونونو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند موضوعات او مواد ایستلي او د سواد او حرفوي زده کړو ته یې د نجونو لاسرسی محدود کړی دی.
د پخلاینې د دې اونۍ په خپرونه کې له خپلو درنو میلمنو په افغانستان کې د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال اصف ننګ او د ښځو حقونو فعالې شفیقې خپلواک څخه پوښتو چې ایا په افغانستان کې د تعلیمي نصاب تغیر به د ښځو بشري حقونه لا زیانمن کړي؟